د بریتانیا د پارلمان یوې غړې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

د بریتانیې د کارګر ګوند غړې او د پارلمان غړې جوکاکس، د ژورو ټپونو له امله، بېګا په روغتون کې ساه ورکړه.

جوکاکس ۴۱ کلنه وه او پرون پنجشنبې نا څرګندو وسله والو د لویدیځ یوروکشیر یوه ښارګوټ لیدز ته نږدې وویشته او بیا یې په چاقوګانو ووهله.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون له لندنه په ټلویزیوني وینا کې د دې پېښې په اړه وویل:

"زموږ یو لوی ستوری ولوېد، هغه د پارلمان غړې، د پراخ لیدلوري او لوی زړه خاونده وه، د دې وحشتناکې پېښې له امله خواشیني او د کاکس له کورنۍ او پلویانو سره په دې غم کې شریک یو."

د لندن پولیسو ویلي د حملې په تړاو یو ۵۲ کلن سړی نیولی او وايي چې د نورو کسانو په لټه کې نه دي.

تر دې حملې یوه اوونۍ وړاندې په بریتانیې کې له خلکو غوښتنه وشوه چې په اروپايي اتحادیه کې د پاتې کېدو یا له اتحادیې د وتلو د پرېکړې لپاره په ټولپوښتنه کې برخه واخلي.

ویل کېږي چې د جو کاکس د وژل کېدو له امله، د دواړو نظرونو پلویانو خپل کمپاینونه بند کړي دی.