ملګروملتونو د اسلامي دولت ډله یا داعش په عراق او سوریه کې په جینوسایډ تورنه کړه.
ملګروملتونو نن په یوه راپور کې وویل چې داعش ډله غواړي د دې مذهبي اقلیت څلور لکه پیروان د وژنو، جنسي غلامۍ او د نورو جنایتونو په وسیله له منځه یوسي.
د ملګروملتونو په راپور کې چې له دې جنایتونو د لسګونو ژغورل شوېو قربانیانو د مرکو پر بنسټ برابر شوی راغلي چې داعشیان یزیدي نارینه دې ته اړباسي چې یا اسلام دین ومني او یا باید ووژل شي، ان تر نهه کلنو پورې پر ګڼو نجونو او ښځو جنسي تیری کوي، ښځې د مینځو د خرڅلاو په عامو بازارونو کې پلوري، کم عمره هلکان اړ باسي چې د دوی په لیکو کې جګړه وکړي او په دې توګه غواړي دا مذهبي اقلیت له مینځه یوسي.
د څیړونکو د ډلې مشر پاولو پین هایرو Paulo Pinheiro نن یوې خبري غونډې ته وویل، د جینوسایډ دا جنایتونه چې اوس هم روان دي باید د امنیت شورا په ګډون په سیاسي کچه، د قاطع اقداماتو باعث شي.