ټاکل شوې چې ولسمشر ولادیمیرمیر پوتین نن د سن پیټرزبورګ په نړیواله اقتصادي غونډه کې د اروپايي کمېسیون له مشر جان کلود جونکر سره وګوري.
د دوی د خبرو په اجنډا کې به احتمالاً د روسیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو، پر روسیې د لګول شوېو بندیزونو او د روسیې د ځوابي اقداماتو او همدا راز په اروپا کې د کډوالو د بحران او نورو مسایلو په اړه بحث وشي.
تمه ده چې پوتین او یونکر د سوریې او اوکراین د سولې د ځنډیدلو خبرو او نورو نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړي.
دوی به د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د انرژۍ په اړه د ډیالوګ د پیل د احتمالاتو او نورو مسایلو په اړه هم بحث وکړي.
پوتین به وروسته د ملګروملتونو له سرمنشي بانکي مون سره کتنه وکړي او د ترورېزم پرضد د مبارزې، د سوریې د وضعیت اود اوکراین د کړکیچ د ختمولو پر هڅو خبرې وکړي.