الکوزی: د تورخم پیښې تر لس میلیونو ډالرو ډېر زیان رااړولی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د تورخم لارې پر سر د جوړې شوې ستونزې له امله تر اوسه افغان سوداګرو ته تر لس میلیونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې په تورخم کې جګړو نه یوازې افغان سوداګر زیانمن کړي بلکې د هېواد دننه په مارکیټونو یې هم منفي اغیز کړی دی.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له هغه وخته چې پر تورخم حالت غیرعادي شوي افغان سوداګرو او پانګه والو ته له لسو میلیونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"ستونزه ډېره جدي ده نه یوازې چې سوداګرو ته زیان رسیږي بلکې دا کړکیچ په مارکیټ هم منفي اغیز لري ځکه چې ډېر د خوراک توکي له پاکستانه هېواد ته راواردیږي او یا افغانستان خپل توکي د کراچۍ له لارې لیږدوي په دې لار اکثره مالونه خوراکي توکي دي چې بدبختانه اوس ولاړ دي."

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې له پاکستانه هر کال افغانستان ته د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت مواد را واردیږي چې له دې څخه یې ۶۰٪ د تورخم له لارې راځي.

د سوداګرۍ د خوني مرستیال ښاغلی الکوزی وايي، که د تورخم پر بندر کارو بار عادي وي هر ورځ له دې لارې له یو نیم زرو نیولی تر درې زرو پورې کانټینر تګ راتګ کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په فرضي پولي هغه وخت جنګي وضعیت حاکم شو چې د یکشنبې په شپه پاکستاني لوري له پخوانی همغږۍ پرته په صفري نقطه کې د تاسیساتو جوړل پیل کړل.

دا کار د دې سبب شو چې د افغان پوله ساتونکو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د دریېو ورځو لپاره وقفه یې جګړه دوام پیدا کړي چې د چهارشنبې په ورځ بیا پرې اوربند اعلان شو.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د جمهور ریس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، په تورخم چې کړکیچ هر څومره زیاتیږي د دواړو لورو سوداګرو او خلکو ته یې زیان رسیږي.

له دې سره د اقتصادي چارو ځيني کارپوهان او سوداګر وايي چې په تورخم کې جوړ شوي کړکیچ تر ډیره خصوصي سکتور ته زیان رسولای دی.

له دې ډلې اعتبار خان ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل، د دې لارې د بندیدو پر سر هومره زیان چې افغان مارکیټونه ویني پاکستاني سوداګر هم اغیزمن کېږي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:

"د پولي دواړو غاړو ته هغه څوک ولاړ دي چې صادرات او واردات کوي او یا ټرانزیټ په توګه له یوه بله هېواده تیریږي، دې چې څومره اندیښنې په افغانستان کې پیدا کړي همدومره زیان پاکستان لوري ته هم اړوي، د کړکیچ دوام تر ډېره دواړو لورېو ته په خصوصي سکتور بد اغیز کوي."

افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یو مناسب انډول نه لري داسې چې د سوداګرۍ ۹۶ فیصده برخه یې واردات او پاتې نور یې صادرات تشکیلوي.

د چارو کارپوه اعبتار خان ځدراڼ وايي، د دې لپاره چې افغانستان ته ډېر مواد د پاکستان له لارې واردیږي نو په دې لار باید ستونزې را منځته نه شي بلکې دواړه لوري باید پيښیدونکو مسایلو ته سیاسي حل لارې ولټوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ