د کندز لاریون کوونکي: د پاکستان ښکاره یرغل غندو

د کندز ولایت یو زیات شمېر اوسېدونکو همدارنګه د مدني ټولونو فعالانو په یو سوله ییز لاریون کې یې خپل ملاټر د افغانستان وسله والو پوځ څخه اعلان کړ او په تورخم کې د پاکستان ښکاره یرغل یې په کلکو ټکو سره وغانده.

دغو لاریون کوونکو چې له ځانونه سره یې شعارونه لیږدول او په یو غږ سره یې ویل مرګ پر پاکستان او ژوندې دي وي د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه.

د دې لاریون په اړه د کندز د مدني ټولنو د شبکې استازې غلام حیدر حیدر او یو بل مدني فعال سردار رازمل داسې وویل:

"په دې وروستیو کې پاکستان په تورخم کې تاسیسات جوړوي چې زموږ د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شو او نن د کندز ولس هم خپل ملاټر یې د افغان ملي ځواکونو څخه اعلان کړ.

-د دې لاریون هدف دا و چې د پاکستان غلام او مزدور حکومت له خوا چې په تورخم کې د افغانستان په خاورې باندې یرغل شوی و وغندي همدارنګه د کندز خلکو خپل کلک ملاټر د خپلو امنیتي ځواکونو څخه اعلان کړ. "

د کندز لاریون کوونکي

دوی همدارنګه، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ختیځ کې د تورخم سیمه کې د پاکستان متجاوزو پوځیانو چې د افغان پوله ساتو ځواکونو او امنیتي پولیسو سره ښکار یرغل او نښته کړې، دوی د پاکستان دغه کار د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو اصولو څخه ښکاره سر غړونه بولي.

دغو لاریون کوونکو د لاریون په پای کې وویل چې په کندز کې ټول مېشت ولسونه د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړتیا په خاطر او د خپلو امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي او متجاوزو هېوادونو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

اجمل ارین- کندز