دفاع وزارت وايي، په دې وروستیو کې یې د مخالفینو حملې شنډې کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دې وروستیو کې یې د وسله والو مخالفینو حملې شنډې کړي دي او هغوی ته یې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د حکومت د ویاندویانو په غونډه کې وویل چې افغان پوځیانو د ارزګان په چارچینو او د ننګرهار په اچین ولسوالیو او په پکتیکا، کندهار او هلمند ولایتونو کې عملیاتونه کړي چې ډېرې ښې نتیجې یې ورکړي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"موږه اوس شل عملیاتونه لرو په څوارلسو ولایتونو کې د دې تر څنګ د کمنډو قطعاتو له خوا هم ۱۵ عملیاتونه په ټول افغانستان کې پر مخ یوړل کیږي."

ښاغلي وزیري وویل چې وسله والو مخالفینو ته په بېلابېلو سیمو کې مرګ ژوبله اوښتې ده او یوازې د هغوی د نیولو کسانو شمېر ۱۴ ته رسیږي.

جنرال وزیري همداراز ټينګار وکړ چې د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوايي عملیات هم ښه روان دي چې وسله والو مخالفینو ته ډېره مرګژوبله پکې اوښتې ده.