صدیق متین وايي، دی نه و خبر چې پر زوی یې داعش اغیز کړی

د هغه برید کوونکي پلار چې په امریکا کې یې پر یوه نایټ کلب حمله کړې وه، وایي، زوی یې د داعش تر اغېز لاندې و چې روانه اوونۍ یې د اورلانډو په ښار کې ملکیان وویشتل.

د عمر متین پلار، صدیق متین چې په افغانستان کې زیږیدلی دی او اوس د امریکا په فلوریډا کې ژوند کوي، خبریالانو ته وویل، ده د پلار په توګه د خپل زوی په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړی، خو په دې نه و خبر چې پر زوی یې داعش اغیز کړی دی:

"که چیرته د داعش په څېر تروریستي ډلې نه وای، نن به مې زوی راسره و، تاسو درنو به خپل عزیزان لرلی او هیڅوک به نه ټپي کیده."

عمر متین د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کې د همجنسبازانو په یوه کلب کې د یکشنبې په شپه لږترلږه پنځوس تنه ووژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.

صدیق متین وایي، که په سلو کې یې یو فیصد هم شک پیدا شوی وای چې زوی یې د داسې برید قصد لري پولیس به یې خبر کړي وو.