د تورخم پر لانجې د افغان او پاکستاني چارواکو خبرې روانې دي

د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ د تورخم د لانجې پر سر خبرې روانې دي.

په تورخم کې له درې ورځنۍ جګړې وروسته پرون په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخیلوال او پاکستاني چارواکو تر خبرو وروسته پر اوربند موافقه وشوه.

په دې ترڅ کې د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي وایي، که چېرته له سیاسي لارې دا مسئله نه هواریږي، ولس د هېواد دفاع ته چمتو دی:

«له مرکزي حکومت څخه خواهش کوو چې دغه مسئله له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي که بیا له ډیپلوماتیکي لارې نه هواریږي پر خپل ولس دې غږ وکړي، ولس چمتو دی چې له خپل هېواده دفاع وکړي.»

د یکشنبې په شپه جګړه وروسته تر دې پیل شوه چې افغانستان په تورخم کې د پاکستان له لوري د نوېو تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت وکړ. د دغو تاسیساتو د جوړېدو خبره لاهم نه ده حل شوې.