فرانسه: داعش ته وفادار یوه کس ۲ پولیس په چړو وژلي

یوه سړي چې له داعش سره يې د تړاو ادعا کوله، دوه فرانسوي پوليس د چړو په حمله کې وژلي دي.

د پوليسو قوماندان او يو ملګری يې چې د پوليسو یو بل چارواکی وو، د دوی په کور کې د دوشنبې په ورځ په چړو وهلو وژل شوي.

د دوی درې کلن زوی له صحنې ژغورل شوی او حمله کوونکی وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو.

چارواکو ويلي، پنځويشت کلن حمله کوونکي ادعا کړې وه چې د داعش د مشر ابو بکر بغدادي د غوښتنې ته عکس العمل ښيي.

له داعش سره اړوند يوه خبري اژانس ويلي چې د داعش يوه جنګيالي دا حمله کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه کس له مخکې تر څار لاندي وو او له جهادي ډلو سره د تړاو په تور يې بند هم تېر کړی وو.

پولیسو ويلي چې حمله کوونکي د خلکو يو ليست درلود او پکې له پلويانو غوښتنه شوې وه چې د ۲۰۱۶میلادي کال د فوټبال سیالۍ بايد په هديره بديلې کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ده امریکايي سيال بارک اوباما د سې شنبې په ورځ د داعش د پلويانو له خوا د خطر په اړه تليفوني خبرې وکړې.

د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه د جون په دوولسمه رامنځته شوه چې يوه وسله وال کس په فلوريډا ايالت کې نهه څلوېښت کسان په ډزو ووژل.