د فراه د بخش اباد د اوبو بند جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د هایدرو آرک په نوم د یوې بهرني شرکت تر منځ د فراه ولایت د بخش اباد د اوبو د بند د جوړولو تړون نن په کابل کې لاسلیک شو.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه بند به د ۴،۵ ملیونه ډالرو په ارزښت چې د دولت له پراختیايي بودیجه څخه ورکول کېږي جوړ شي.

د نوموړي په وینا د یاد بند د جوړولو موده اتلس میاشتې اټکل شوې ده.