د تورخم تېرې شپې نښته کې یو افغان سرحدي ساتونکی وژل شوی

په تورخم کې د افغان او سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو په بېګانۍ نښته کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه نښته کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا نښته تېره شپه بیا هم در درېیم ځل لپاره د پاکستاني پوځیانو له خوا پیل شوه.

په سیمه کې د ازادي راډیو د خبر یال د خبر له مخې اوس سیمه ارامه ده خو لاره تړلې ده.

په تورخم کې له تېرو درې ورځو راهیسې د پاکستاني پوځیانو له خوا په صفري نقطه کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو پر سر کوم چې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا یې مخنیوی شوی دی نښتې شوې چې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.