ولسي جرګې تورخم کې د پاکستاني پوځ حملې وغندلې

د افغانستان ولسي جرګې په تورخم کې پر افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو حملې وغندلې او د افغان ځواکونو د دفاع او مېړانې ستاینه یې وکړه.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري چې د جرګې د نن ورځې د عمومي غونډې مشري یې کوله وویل چې د ملي وحدت حکومت باید په دې برخه کې جدي ارزونه ولري.

د ولسي جرګې مرستیال دغه شان وویل چې د د دفاعي او کورني امنیت له کمېسیونونو څخه جوړ یو ګډ یو پلاوی ته دنده سپارل شوې چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتو موضوع وڅېړي.

په غونده کې دغه شان په دې ټینګار وشو چې په تورخم کې راولاړې شوې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو اوارې شي.

په ورته وخت کې د پاکستان لپاره دا فغانستان سفیر او په دې هېواد کې د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې د تورخم د لانجې په اړه له لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره به خبرې وکړي.

ښاغلي زاخېلوال دغه څرګندونې پرون سې شنبې کابل ته تر لنډ سفر وروسته په اسلام اباد کې راډیو سره شریکې کړې وې.