د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لیبیا ته د وسلو د قاچاق وړونکو له ځپلو سره موافقه وکړه او اروپايي ټولنې ته يې لاره پرانسته چې کشتۍ وپلټي او غیر قانوني وسلې ونیسي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر دې مخکې د مدیترانې په سمندرګي کې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره ورته پریکړه کړې خو اروپايي ټولنې ټینګار کاوه چې دا عملیات باید پراخ شي.
د جون د ۱۴ نېټې په پریکړه لیک کې راغلي چې لیبیا ته قاچاق کېدونکې وسلې داعش او نورو وسله والو ډلو ته رسېږي.
په ملګرو ملتونو کې د لیبیا سفیر وايي، د هېواد نفوس يې ۶ میلیونه دی خو په دې هېواد کې شل میلیونه میله وسله موجوده ده.
هغه ویلي دا وسلې له اسمانه نه لویږي بلکې د مځکې او اوبو له لارې لیبیا ته رسېږي.