اورېدونکو تاسې به د سلما بند نوم حتمي اورېدلی وي او ښايي په دې وروستیو کې مو د دغه نوم سره زیاته اشنايي پېدا کړي وي.
د دغه بند پر تاریخ او ارزښت به څه ناڅه پوهېدلي یاست او یا هم په اړه یې ځیني پوښتنې درسره موجودې وي.
د سلما بند څه ارزښت لري؟ او له کومو خنډونو راتېره شوې دی؟
د سلما بند چې د جوړېدو هوډ یې په افغانستان کې ډېره لرغونتیا لرله، د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ کې موقعیت لري، له شاهي نظامه وروسته د افغانستان یوه له ډېرو لویو او زیربنايي پروژو څخه د سلما بند پروژه وه، دغه پروژه لسګونه کاله پخوا پیل شوې وه چې په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي له لوري پرانېستل شوه.
دغه بند ځانګړي فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې لري، موږ نننۍ خپرونه د سلما بند تاریخ، ارزښت او فرهنګي ګټو ته ځانګړې کړې ده.
دا خپرونه دلته اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب