کونړ: په اسمار کې د لشکرې طیبې ۳ پاکستاني کسان وژل شوي

د کونړ امنیتي مسولین وایي، په اسمار ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د لشکرې طیبې درې تنه پاکستانیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د کونړ امنيي مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، تېر مازیګر د اسمار ولسوالۍ کې د لشکر طیبې پورې تړلو پاکستانیو وسله والو غوښتل چې د ولسوالۍ په مرکز میزایلو توغندۍ وولي خو په یاده ډله خپله توغندۍ چاودیدلې او په کې شپږو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي سید خېل زیاته کړه:

"تېره ورځ له غرمې وروسته د لشکرې طیبې پورې تړلو پاکستانیو وسله والو د اسمار ولسوالۍ اړوند خوشحال ټاڼې سره نږدې د میزایلو یوه ګولۍ د اسمار ولسوالۍ په مرکز توغولو ته چمتو کړې وه چې یاده ګولۍ پرې خپله چاودیدلې او په نتیجه کې یې د قومندان ملامجید په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ېې ټپیان دي او ټپیان ټول پاکستانيان دي."

د ناړۍ په ولسوالۍ کې بیا د وسله والو طالبانو د دوه ډلو ترمنځ نښته شوې

قومندان وايي، د ناړۍ په ولسوالۍ کې بیا د وسله والو طالبانو د دوه ډلو ترمنځ نښته شوې چې په نتیجه کې يي یو تن وژل شوی:

"تېره ورځ مازیګر څلور بجې د ناړۍ ولسوالۍ د جنګل بوشه سیمه کې د قاري رضا خان او میرزمان د وسله والو ډلو ترمنځ د پخوانیو اختلافاتو درلودو له امله جګړه شوې چې جګړې څو ساعته دوام درلوده او په کې میرزمان وژل شو جګړه پای ته رسېدلې."

سیدخیل وویل، په کونړ له لسو زیاتې مخالفې وسله والې ډلې موجودې دي چې د افرادو شمېر يې له شپږو زرو کسانو اوړي، خو افغان امنیتي ځواکونو يې تل بریدونه شنډ کړي او ورته یې درانه زیانونه اړولي دي. تر اوسه یوې وسله والې ډلې هم د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: روح الله – انوري