د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایې ویلي چې که د امریکا ولسمشر له نړیوالو قدرتونو سره موافقه لیک څېري کړي، ایران به اور ور واچوي.
د خامنه ایې دا څرګندونې پرون سې شنبې د هغه پر رسمي ویب پاڼه خپرې شوې او غالباً د امریکا د جمهوري ریاست د کاندید، ډونالد ټرمپ د خبرو په اړه دي.
ډونالد ټرمپ چې ښايي د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري د امریکا د جمهوري ریاست لپاره رسمي کاندید وي، له ایران سره د نړیوالو اټمي موافقه خطرناکه وبلله او ویې ویلي چې له سره به يې بحث ته وړاندې کړي.
ایت الله علي خامنه ایې چې دایران په سیاست کې وروستۍ خبره کوي، پر امریکا تور پورې کړی چې په اټمي موافقې کې خپلې ژمنې یې نه دې عملي کړې.