محسني: د افغانستان انتخابات سیاسي کړکېچونو ځنډولي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د اصلاحاتو په نوم کوم بهیر نه بلکې سیاسي کړکېچونو ځنډولي دي.

د دغه کمېسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل چې ځینې کړۍ هڅه کوي چې دانتخاباتي کمېسیونونو اوسني کمېشنیران بدل او د خپلې خوښې وړ کسان په دندو وګماري.

تېره ورځ د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر دویم تقنیني فرمان د ولسي جرګې د اکثریت غړو لخوا رد شو.

د ولسمشر په دې تقنیني فرمان کې د انتخاباتي کمېسیونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو بحث شوی او د کمېشنرانو د کار د مودې په اړه مواد هم په کې شامل دي.

له دې وړاندې هم یو ځل د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شوی و.