د تورخم په جګړه کې د پاکستان د پوځ یو ټپي شوی افسر ساه ورکړه

د پاکستان د پوځ یو افسر چې تېره ورځ په تورخم کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی و، د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پاکستان پوځ ویلي جګړن علي جواد خان نن مړ شو او د بلوچستان په کوټه کې به خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف جواد علي خان ستایلی او ویلي يۍ دي چې هغه له هېواد څخه د دفاع په لار کې وژل شوی دی.

افغان چارواکي وايي، د تورخم په روانه جګړه کې تر اوسه پورې دوه افغان افسران وژل شوي او یو شمېر سرتیري ژوبل دي.

په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پیل شوې جګړې د داړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.