لغمان کې پر یوه کور توغندي لګېدو یوه مېرمن وژلې

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د توغنديز برید له امله اته تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان ولايت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته ويلي چې نن د سې شنبې سهار وختي د دولت وسله والو مخالفينو لخوا د لیرې واټن ویشتوونکی توغندی توغول شوی و چې د لغمان مرکز اړوند د بسرام په سیمه کې په یوه کرونده لګېدلی.

ځواک وايي، د دې توغندیز برید له امله يوه مېرمنه وژل شوې او د دوو مېرمنو په ګډون اووه تنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي زخميان د لغمان مرکزي روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې د دې توغندیز برید د ویشتلو مسولیت په غاړه نه دی اخيستی.