په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر به کې بدلون راشي؟

یو امریکايي چارواکي او ډیپلوماټ وايي، امکان لري چې ولسمشر بارک اوباما به په وارسا کې د ناټو د مشرانو تر غونډې مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو په پلان کې کوم بدلون رانه ولي.

د ناټو مشران راتلونکې میاشت په وارسا کې غونډه کوي او ټاکل شوې چې د افغان حکومت د ملاتړ څرنګوالی به د دوی د بحثونو د اجنډا په سر کې وي.

دا مهال په افغانستان ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري او د ټاکلي پلان سره سم باید د بارک اوباما د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو مخکې باید دا شمېر پنځه نیم زرو ته راکم شي.

په دې وروستیو کې یو شمېر پخوانیو امریکايي جنرالانو او ډیپلوماټانو په یو لیک کې له ولسمشر اوباما غوښتي و چې په افغانستان کې دې همدا اوسنی شمېر سرتیري وساتي.