ولسمشر اوباما: د عمر متین په اړه له بهره د لارښوونې روښانه دلیل نشته

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، داسې روښانه دلیل نه شته چې وښيي هغه وسله وال کس چې د همجنس ګرایانو پر یو نایټ کلب برید کې یې نهه څلوېښت کسان ووژل له بهره رهبري شوی وي.

امنیتي ځواکونو د امریکا په تاریخ کې په دې بڼه د دې تر ټولو خونړي برید ترسره کوونکی عمر متین په نوم یو ۲۹ کلن کس بللی چې په امریکا کې زیږیدلی او مور پلار یې دغلته له افغانستانه کډه شوي دي.

ولسمشربارک اوباما وايي، ښايي نوموړي د سخت دریځو تر اغېز لاندې وي، خو داسې شواهد نه شته چې وښيي نوموړې دې د چا تر لارښوونې لاندې دا برید کړی وي او یا دې د کوم لوی تروریستي پلان برخه وي.

د امریکا د ولسمشر په وینا داسې ښکاري چې عمرمتین چې تر برید مخکې عاجلې شمېرې ته د ټیلیفون پر مهال له داعش سره د بیعت خبره کړې په انټرنېټ کې د خپرو شوېو تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلی وي.

متین درې ساعته وروسته له هغې چې ډزې یې پیل کړي د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د داعش ډلې ویلي چې برید کوونکی د دوی یو وسله وال و.

له بلې خوا امریکايي چارواکي وايي، هغه وسله وال چې نهه څلوېښت کسان یې پر یو نایټ کلب د برید پر مهال په ډزو ووژل، بیړنۍ ټیلفوني شمېرې ته د ټیلفون پر مهال یې د باسټون د ډله ييزې ځغاستې پر مهال دوه وروڼه برید کوونکي خپل بللی دي.

د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، عمر متین د برید پرمهال بیړنۍ شمېرې ته په ټیلیفون کې څارنایف وروڼو ته اشاره کړې.

خو د ایف بي ای د باسټن د څانګې مشر وايي، ټول راټول شوي شواهد د متین او څارنایف وروڼو تر منځ کومه اړیکه نه ښيي.

د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې مشر جیمز کومي وايي، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دوی د عمر متین په اړه وروسته له هغې څېړنې پیل کړي چې نوموړي د څارنایف وروڼو، القاعده او د حزب الله وسله والو سره د کورنیو اړیکو د لرلو ادعا کړې وه.

دا څېړنې وروسته د کافي شواهد د نشتوالي له کبله تړل شوې وې.