د عراق له فلوجه ښاره ۴۰۰۰ملکیان تښتېدلې دي

له کله راهیسې چې د عراق فلوجه ښار ته د تللې سړک یوه برخه د عراق امنیتي ځواکونو نیولې، څه باندي ۴۰۰۰ ملکي عراقیان له دې ښاره تښتېدلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا "ان ار سي" چې په عراق کې له کورنیو بې ځایه شوو خلکو سره مرستې کوي، نن وویل چې ۲۷ نیم زره ملکي کسان په مې میاشت کې د فلوجه ښار د نیولو لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې تښتېدلي دي.

د عراق د پوځ یوه جنرال یحی رسول ویلي چې د ملکي خلکو وروستۍ ډله د فلوجې په جنوب کې د السلام له سیمې تښتیدلې دي.

مرستندویه ادارې اټکل کوي چې لږترلږه ۵۰ زره ملکي کسان لا هم په فلوجه ښار کې بند پاتي دي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د داعش تر کنټرول لاندې دی.