په کندز کې د شفق په نوم ګډ تصفیوي عملیات پیل شول

په کندز کې د شفق په نوم د دولتي ځواکونو ګډ تصفیوي عملیات پیل شول.

په دغه ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې قوماندان محمد اکرم سامع نن رسنیو ته وویل چې د دې عملیاتو هدف دا دی څو د کندز ټولې لويې لارې د وسله والو طالبانو له حضور او ګواښونه پاکې کړي.

نوموړي وویل چې د دې عملیات له پیل سره به د کندز – بغلان او د کندز – تخار لويې لارې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

دا عملیات په داسې حال کې پیلیږي چې د کندز سیمه ییزو چارواکو تر دې وړاندې ویلې چې د کندز سقوط له کبله اوس مهال وسله وال طالبان په درنو او سپکو وسلو باندې سمبال شوي دي.