عبدالرحیمزي: ماليي وزارت د نړېوالو مرستو د تمدید لپاره یو هدف ټاکلی

د افغانستان د مالیې وزارت په روان کال کې د نړیوالو مرستو د تمدید او راجلبولو په خاطر هدف ټاکلی څو د هېواد پراختیايي بودیجه اتیا فیصده مصرف کړي.


د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له ټولو والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي چې څنګه کولای شی پراختیايي بودیجه اتیا فیصده مصرف کړي.

د ښاغلي رحیمزي په خبره نن هم د مالیې وزیر د کاپیسا، پروان، میدان وردک او کابل د والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې اترې وکړې.

له والیانو سره د همغږي دغه پروسه د روانې اونۍ له شنبې څخه پیل شوې او د جوزا تر ۳۰ پورې دوام وکړي.