د نړۍ د سوک وهنې د اتل محمد علي فاتحه په کابل کې واخېستل شوه

د نړۍ د سوک وهنې د نړیوال اتل محمد علي کلي فاتحه نن د المپیک په ملي کمېټه کې د ورزشي فدراسیونونو د مشرانو په ګډون واخېستل شوه.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ویاند احسان نیرو ازادي راډیو ته وویل چې محمد علي کلي ته د دعا او فاتحې دغه مراسم نن په کابل کې د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون او د المپیک د ملي کمېټې له خوا جوړ شوي و.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د نړۍ د نورو هېوادونو لسګونه مشرانو د تیرې پنجشنبې په ورځ د امریکا په کنټاکي ایالت کې له زرګونه مسلمانانو سره یوځای د نړۍ د افسانوي سوک وهونکي محمد علي کلي د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.