اف بي ای: عمر متین داعش سره د خپلې وفادارۍ اعلان کړی و

د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره [اف بي ای] وايي، افغان الاصله امریکايي عمر متین چې د فلوریډا ایالت د اورلانډو ښار په یوه نایټ کلب کې يې پر خلکو ډزې وکړې او۵۰ تنه یې ووژل، له اسلامي دولت/داعش سره د خپلې وفادارۍ اعلان کړی و.

د اف بي ای په وینا، عمر متین تر حملې مخکې د عاجلو حالاتو ځانګړو پولیسو ته ټیلیفون کړی او له اسلامي دولت / داعش سره یې د خپلې ملګرتیا پیغام ورکړی وو.

پولیسو پرون یکشنبې وویل، عمر متین په اورلانډو کې د خلکو د وژلو مسئول ګڼي.

حمله کوونکی، عمرمتین د پېښې سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسېدو وروسته، له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دا یو تروریستي عمل و چې د کرکې له مخې شوی دی.