د امريکا په کلفورنيا کې يو ٢٠ کلن ځوان له وسلو سره نیول شوی

د امريکا په کلفورنيا ايالت کې يو ٢٠ کلن ځوان له وسلو او هغو کيمياوي موادو سره چې په چاودنو کې ورڅخه استفاده کېداى شي، نيول شوى دى.

پوليس وايي دغه ځوان د انډيانا ايالت دى او غوښتل يې د همجنسبازانو يوه لاريون ته زيان ورسوي.

د کلفورنيا ايالت د لاس انجلس په سنتا مونيکا کې دغه ځوان جېمس ويسلي هاول (James Wesley Howell) پرون څو ساعته وروسته له هغې ونيول شو چې د فلوریډا ايالت د اورلانډو ښار د همجنسبازانو په يوه نايټ کلب کې يوه وسله وال کس په ډزو لږ تر لږه ٥٠ کسان ووژل.

دا د امريکا په تاريخ کې د ډزو په نتيجه کې د ډله ييزې وژنې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.

پوليس وايي د نيول شوي مشکوک ځوان او پروني بريدکوونکي ترمنځ يې دارتباط شواهد نه دي موندلي.