یوه افغان ټبره امریکايي په فلوریډا ایالت کې ۵۰کسان په ډزو ووژل

یوه افغان ټبره امریکايي پرون سهار د امریکا په فلوریډا ایالت کې پنځوس کسان په ډزو ووژل او ۵۳ نور یې ټپیان کړل.

د عمر متین په نوم دا ۲۹ کلن ځوان د اورلانډو ښار کې د همجنس بازانو یوه موزیک کلپ ته ننوت او له مخې ډزې یې پیل کړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا یو تروریستي عمل وباله.

ولسمشر اشرف په یوه خبرپاڼه کې دا خونړۍ حمله وغندله او ویې ویل چې د ملکي وګړو وژنه په هیڅ صورت د توجیه وړ نه ده.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دې برید د غندنې ترڅنګ ویلي دي چې تروریستان د هیڅ قوم او دین استازیتوب نه کوي.

د مشکوک قاتل پلار چې صدیق متین نومیږي او په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو په کاروونکو کې مشهور دی، سي بي اس خبري چینل ته ویلي دي چې زوی یې له همجنسبازانو څخه کرکه درلوده او دا عمل یې له دین سره هیڅ راز اړیکه نه لري.
راپورونه وايي چې عمر متین له برید مخکې ۹۱۱ شمېرې ته زنګ وهلی او داعش ډلې ته د خپل بیعت خبر یې ورکړی و.