افغان امنیتي چارواکي وايي تیره شپه په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته کې يو افغان سرتیری وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي.
د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د ارکان ريیس محمد ایوب حسین خېل ازادي راډيو ته وویل، دغه نښته تېره شپه ۹ بجې وروسته له هغې پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو له افغان حکومت سره له همږغۍ پرته غوښتل پر تورخم دروازه یو وار بیا تاسیسات جوړ کړي.
د ده په خبره، وروسته له هغې چې افغان قواوو د پاکستاني پوځیانو د دې هڅې مخنیوی وکړ، هغوی پر افغان لوري د سپکو او درنو وسلو حمله وکړه.
د حسین خېل په خبره، افغان قواوو په ځوابي حملو لاس پورې کړ.