پوتین روسي هنرمندانو او ادیبانو ته ملي جایزې ورکړې

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د روسیې د ملي ورځې د لمانځلو په ترڅ کې ساینسپوهانو، هنرمندانو او ادیبانو ته د روسیې د فدراسیون ملي جایزې ورکړې.

دغه جایزې چې په مسکو کې د کریملن په لویه ماڼۍ کې ورکړل شوې، پکې نغدي پنځه ملیون روبله، یو مډال او تصدیق شامل دي.

د روسیې د فدراسیون ملي جایزې چې د ویاړ دولتي جایزې دي، د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په ۱۹۹۲ کال رامنځ ته شوې دي.

په مسکو کې د دغې ورځې په مناسبت دغه راز کنسرتونه، جشنونه او اور لوبې هم تنظیم شوي دي.

د لیوادا سنترپه نوم د یوه څیړنیزمرکز د ۲۰۱۵ کال د سروې له مخې له هرو سلو درې روسان یې دغه ملي ورځ له هغو مهمو ورځو ګڼو چې هرکال لمانځل کېږي.