د پروژو د تطبیق پر ځنډوونکو شرکتونو جریمه وضع شوه

د افغانستان ولسي جرګې د افغان ولسمشر له وروستۍ پرېکړې چې د پروژو د تطبیق ځنډوونکي شرکتونه نغدي جریمه شي هرکلی وکړ.

د دې جرګې د مالي او بودجې کمېسیون منشي نظري ترکمن ازادي راډیو ته وویل چې د پروژو د تطبیق ځنډوونکي شرکتونه که جریمه شي پراختیايي کارونه چټک کېږي او هم به د بودجې او وخت له بې‏ځایه لګښته مخنیوی وشي.

افغان ولسمشر د شنبې په ورځ د تدارکاتو د ملي کمېسیون په غونډه کې امر وکړ چې د پروژو په تطبیق کې له دلیل پرته د ځنډ راوستونکي شرکتونه دې نغدي جریمه شي.

صفي‎الله ستانکزي له ښاغلي ترکمن سره مرکه کړې او په سر کې یې د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې د اغېزې په اړه پوښتنه کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون له منشي نظري ترکمن سره مرکه: