د افغانستان د ښار جوړونې وزیر نن په بامیانو کې د دغه ولایت د فرهنګي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.
په هغه خبرپاڼه کې چې د نوموړي وزارت له خوا خپره شوې راغلي چې په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې د بامیانو والي، په ملي شورا کې د بامیان ولایت استازو، د یونسکو او جنوبي کوریا د سفارت غړو، سیمه ییزو چارواکو او یو شمېر خلکو ګډون کړی و.
د ښار جوړونې وزیر سید سعادات منصور نادري ویلي چې د دغه مرکز طرحه او ډیزاین به د ارژانتیني ډیزاینرانو له خوا چې په سیالۍ کې ګټونکي شوي تر سره شي.
ویل شوي چې دغه مرکز به د نندارتونونو سالون، ادیتوریم، د ورکشاپونو لپاره خونې او نورې اړینې څانګې ولري.