د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د ناپېژندو وسله والو له خوا د درې خویندو وژنه د اندېښنې وړ ګڼي.
د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډیو ته سره به خبرو کې له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د دغه پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري:
"دا قتل که په هره انګیزه وي یو نه بخښونکی جرم دی، موږ دا په کلکو ټکو غندو، که چېرې دغسې کسان ونه نیول شي او عدالت ته ونه سپارل شي د خلکو امنیت په له ګواښ سره مخامخ شي."
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ویلي، تېره ورځ ناپېژندو وسله والو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې درې خویندې چې له غره نه یې چونه راوړله وژلي دي.