د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره ورځ د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په نا امنو سیمو کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کې د مولوي نورالله او پهلوان طاهر په ګډون د مخالفو وسله والو مشهور کسان هم شامل دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.