ایران د حزب الله او حماس ډلو په وړاندې مسؤل دی

يوه کاناډايي قاضي حکم ورکړى د ايران غير ډيپلوماتيکه شتمني دې د هغو حملو د قربانيانو کورنيو ته د غرامت په ډول ورکړل شي چې د حماس او حزب الله ډلو له خوا د تهران په همکارۍ شوي دي.

د امريکا د محاکمو غونډې د کاناډا د اونتاريو سترې محکمې د ايران د مدافع وکيلانو استدلال رد کړ او ويې ويل ايران د حماس او حزب الله غوندې ډلو ملاتړ کړى او د دوى غړو په روزنه کې هم لاس لري.

د دې کاناډايۍ محکمې د حکم له مخې، د ايران له شتمنيو بايد ١٣ مليونه ډالره د قربانيانو کورنيو ته د غرامت په ډول ورکړل شي.

په پام کې ده دغه ١٣ مليونه ډالره چې د ايران غير ديپلوماتيکه شتمني ده په ارجنټاين، اسرائيل، لبنان او سعودي عربستان کې د ١٩٨٣ او ٢٠٠٢میلادي کلونو ترمنځ په بمي حملو او د برمته نيونو په پېښو کې د وژل شويو امريکايانو کورنيو ته ورکړل شي.

په دغو حملو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې مياشتې مخکې د امريکا سترې محکمې حکم ورکړ چې د ايران له کنګل شويو شتمنيو بايد دوه مليارد ډالره بايد د هغو قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي، چې تر اوسه له غرامت څخه بې برخې پاتې دي.