د اسرائيل پوځ د يوه فلسطيني سړي کور ونړاوه.
دغه فلسطينى په دې تورن دى چې يوه يهودۍ ښځه يې د هغې د ماشومانو په مخکې وژلې ده.
د اسرائيل سرتېرو نن سهار د لوېديځې غاړې په يتا کلي کې د مراد بدر عبدالله ادعيس کور ونړاوه.
د اسرائيل د پوځ په وينا دغه فلسطيني په جنورۍ مياشت کې د دفنا ميير په نوم يهوده ښځه چې د شپږو اولادونو مور وه، په يهودمېشته سيمه اوتنايل کې د چړې په ګوزارونو مړه کړې وه او بيا له هغه ځايه تښتېدلى و.
دغه فلسطينى وروسته ونيول شو.
اسرائيل وايي د کورونو د نړولو هدف په راتلونکي کې د فلسطينيانو د بريدونو مخنيوى دى، خو فلسطينيان دغه کار ته د ډله ييزو مجازاتو په سترګه ګوري.
په تېرو اتو مياشتو کې په سيمه کې تاوتريخوالى زيات شوى دى، په دې لړ کې فلسطينيانو پر ملکيانو او امنيتي ځواکونو په لسګونو حملې کړې دي.
په دغو بريدونو کې ٣٢ اسرائيليان او دوه امريکايان وژل شوي دي.
په دې بهير کې شا و خوا ٢٠٠ فلسطينيان هم وژل شوي چې اسرائيل يې ډېرى بريدکوونکي ګڼلې دي.