سوریه: دمشق ته نږدې چاودنو ۸ کسان وژلي

د سوريې رسنۍ وايي نن د پلامېنې دمشق په مربوطاتو کې د شيعه ګانو يوه زيارت ته نږدې په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ٨ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.

راپورونه وايي دغه چاودنې چې يو ځان وژونکى بريد او بل موټربم چاودنه وه د سعيدې زينب زيارت دخولي تروازې ته نژدې شوې دي.

سعيده زينب د حضرت علي د لور زيارت دى چې هر کال په زرګونو کسان ورته ورځي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، بيا د وژل شويو شمېر ١٢ تنه او د ټپيانو شمېر لسګونه ښيي.

د سوريې په کورنۍ جګړه کې وخت ناوخت پر دغه زيارت ځان وژونکي او موټربم چاودنې شوې دي.

د ځينو حملو مسووليت داعش ډلې منلى دى.

د سوريې کورنۍ جګړه شپږم کال ته رسېدلې ده.