هرات: مظاهره چیانو د وژل شوي محصل د قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه

په هرات کې لسګونو محصلیونو د ولایت د مقام مخې ته د یوې مظاهرې په ترڅ کې له چارواکو وغوښتل چې د یوه وژل شوي محصل قاتلین دې ونیسي.

مظاهره چیانو چې د وژل شوي محصل جسد یې له ځان سره لېږداوه خبرداری ورکړ، که غوښتنه یې ونه منل شي، لارې به د خلکو په مخ وتړي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي وایي چې امنیتي ځواکونو له پېښې سره د تړاو په تور شپږ تنه نیولي او پېښه ترڅیړنې لاندې ده.

د پنجشنبې په ماښام نامعلومو وسله والو د هرات پوهنتون یوه محصل په چاړه وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.