په نړۍ کې د اسهامو بازارونه ټیټ شوي

په نړۍ کې د اسهامو بازارونه وروسته تر دې اندېښنو ښکته شول چې د بریتانیا خلک ښایي په نظر پوښتنه کې د دې پلوي وکړي چې هېواد یې له اروپایي ټولنې ووځي.

په شانګهای، پاریس او نیویارک کې تېره ورځ د اسهامو نرخونه دومره ټیټ شول چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د نړۍ مشرانو خبرداری ورکړی دی، که چېرته بریتانیا له اروپایي ټولنې بهر شي، د نړۍ اقتصادي بازار به له بحران سره مخامخ شي.

تمه ده چې د بریتانیا خلک د جون په درویشتمه په هغه نظرپوښتنه کې برخه واخلي چې بریتانیا په اروپایي ټولنه کې پاتې شي او که ترې ووځي.