د بنګله دیش پولیس وایي، وروسته له یو لړ خونړیو بریدونو یې نهه سوه تنه نیولي دي.
پولیسو د افراطیانو د ځپلو لپاره تېره ورځ عملیات پیل کړل.
په بنګله دیش کې د تیرو څو کلونو په ترڅ کې شاوخوا څلویښت تنه پوهان، د انټرنټ متخصصان او د لږکیو مذهبي ډلو غړي وژل شوي دي.
د بنګله دیش حکومت وایي، په کور دننه افراطیان چې د اپوزسیون له ګوندوونو او جماعت اسلامي سره ارتباط لري، هڅې کوي چې هیواد بې ثباته کړي.