ننګرهار کې چاودنې تر ۷۰ زیات کسان ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په رودات ولسوالۍ کې په يوه جومات کې د بمي چاودنې په نتيجه کې د ټپي شويو شمېر تر اويا کسانو زيات شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي له آزادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل چې د جمعې په ورځ چاودېدلی دغه بم د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوی وو او په چاودنه کې درې کسه ووژل شول:

"د بم د چاودنې په نتيجه کې چې د جومات په محراب کې ايښودل شوی وو، ۷۲ لمونځ کوونکي ټپیان شوي او د یوه ملا امام او يوه کوچني په ګډون درې کسه وژل شوي دي او له ټپي شويو څخه د شپږ روغتيايي وضعيت ډېر نازک دی."

د ننګرهار د والي د وياند په وينا، د دې پيښې اته ويشت ۲۸ ټپيان له تداوي وروسته له روغتونه رخصت شول.

عطاالله خوګياڼی وايي، پوليس د دې موضوع په اړه پلټنې کوي چې د بم ايښودونکي هدف څه وو ځکه د حکومت چارواکي يا نظامي کسان د دې جومات له لمونځ کوونکو څخه نه دي.