د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو پيلېدو ته ډيرې هيلې نشته.
د روسيې د ايتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا پرون په يوه خبري غونډه کې وويل، د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د مستقيمو اړیکو لپاره ډېرې هيلې نشته.
دې زياته کړه چې د افغان امنيتي ځواکونو پر عملياتو سربېره، طالبانو خپلو حملو ته دوام ورکړی.
مېرمن زخاروا زیاته کړه چې په افغانستان کې د تروريستانو حملې نه دي کمې شوي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې همداراز وويل چې څلوراړخيزه هڅې چې غوښتل يې د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ مستقيمو خبرو ته لاره هواره کړي، بې نتيجې پاتې شوې.