افغان حکومت: عرب امارات دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

افغان حکومت د متحده عربي اماراتو څخه غواړي چې په افغانستان د کرنې د اقتصادي پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي.

د جمهوري ریاست ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر د متحده عربي اماراتو له خصوصي برخو څخه غوښتي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مرتضوي زیاتوي جمهور رئیس غني به د دغه سفر په جریان کې د عربي متحده اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره جلا کتنې ولري او له هغوی سره به د کرنې، اوبو او بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب په ګډون د اقتصادي همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري په یوه ورځني رسمي سفر ابوظبۍ ته روان شو.