پسرلي: د چابهار بندر له لارې ۱۰ کانټینره وچه میوه صادره شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسولین وايي چې د چابهار بندر له لارې په تېرو څو اونیو کې هند ته څه باندې ۱۰ کانټینره وچه میوه صادره شوې ده.

د دغې خونې د رسنیو د برخې مسوول صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې د چابهار بندر له لارې افغان سوداګرو ته صادرات د نورو بندرونو په تناسب یوه ښه بدیل لار ده.

د ښاغلي صیام په خبره د چاه بهاربندر له لارې تجارتي مالونه هند او جنوبي اسیا ته صادریږي.

د چابهار بندر توافق د جوزا په څلورمه نېټه په تهران کې د ولسمشر اشرف غني، د ایران د ولسمشرحسن روحاني او د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي په وړاندې لاسلیک شو.