افغان ولسمشر د ابوظبي له ولیعهد "النهیان" سره وکتل

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني تېره شپه په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي له ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان سره وکتل.

د متحده عربي اماراتو رسنیو ویلي چې په دې کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریځو او اقتصادي اړیکو د پراخوالي، له ترورېزم سره د مبارزې او په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې.

د ابوظبي ولیعهد ژمنه وکړه چې متحده عربي امارات به د افغانستان په مختلفو برخو کې د بیارغونې په چارو کې مرسته وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا په یوې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشرغني به د اماراتو له مشرانو سره د کرنې، اوبو او پانګې اچونې په برخو کې د خلیج د دغه مهم ښار همکاري جلب کړي.