د امریکا ولسمشر بارک اوباما امریکايي ځواکونو ته د افغان ځواکونو سره د طالبانو پرضد جګړه کې د مرستې په هدف، د هوايي بریدونو د زیاتېدو په شمول د ډېر واک ورکول تایید کړي.
په دې اړه د رویټرز او اسوشیټیډ پریس خبري اژانسونو نن سهار وختي راپور ورکړ.
یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، د نوې پالیسۍ له مخې به په افغانستان کې امریکايي قومندان جنرال جان نیکولسن دا پریکړه کوي چې ایا دا د امریکايي ځواکونو لپاره مناسبه ده چې د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي ځواکونو ملتیا وکړي.
تر دې مخکې دا ملاتړ یوازې د افغان ځانګړو ځواکونو سره کېده.
امریکايي چارواکو ویلي، د واک دا زیاتول یوازې په هغو انتخاب شوېو مواردو کې عملي کېږي چېرې د امریکايي ځواکونو ښکېلتیا د جګړې پر ډګر ستراتیژیک اغیز کولی شي.
د دې له مخې به امریکايي ځواکونه په ورځنیو ماموریتونو کې د افغان ځواکونو ملتیا نه کوي.
دا پریکړه د امریکايي ځواکونو لپاره په افغانستان کې د اوسنیو ټاکلو اصولو څخه د وتلو په معنی ګڼل کېږي چې له مخې یې پر امریکايي ځواکونو د وسله والو پرضد پر هوايي بمباریو محدودیت لګول شوی و.
تر دې مخکې امریکايي پوځ یوازې هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د اقداماتو اجازه لرله چې د دوی همکاري د افغان ځواکونو د یو مهم شاتګ په مخنیوي کې مهمه وه.