د روسیې دفاع وزیر خپل ایراني او سوريايي سیالانو سره وکتل

د روسیې دفاع وزیر پرون پنجشنبې په تهران کې د ایران او سوریې له دفاع وزیرانو سره وکتل.

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال اناتولوف انتانوف ویلي چې د درېیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد په مبارزه کې همکارېو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ایران دفاع وزیر حسین دهقان ویلي چې درې واړه هېوادونه ژمن دي چې د ټولو تروریستي ګروپونو پر ضد جدي جنګ وکړي.

دهقان ټینګار کړی چې تروریستي ډلو ته د سیاسي ملاتړ او هغوي ته د وسلو د مخنیوي له لارې خپل هدف ته رسیدلای شي.

مسکو، تهران او دمشق په سوریه کې هغو ډلو ته چې امریکا، اروپايي اتحادیه او د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف یې منځ لاری اپوزیسیون ګڼي، تروریستي ګروپونه وايي.