په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د متحدو ایالاتو د مصارفو د څارنې ستر مفتش وايي، د وسله والو طالبانو د حملو په زیاتیدو سره شوی پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی دی.
جان سوپکو پرون پنجشنبې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې هېواد یې میلیارډونه ډالر د دې هېواد په بیا رغولو ضایع کړي خو د امنیت لا خرابېدل به هلته په محدودو سیمو کې شوی پرمختګ به هم له خطر سره مخامخ کړي.
د امریکا کانګرس له۲۰۰۱میلادي کال راهیسې په افغانستان کې بیارغونې ته نږدې۱۱۳ میلیارد ډالر ورکړي دي.
جان سوپکو ویلي:
"ډیرې زیاتې پيسې، په ډېر کوچني هېواد کې تر ډېرې کمې څارنې لاندې ولګول شوې. اداري فساد او ناسمه اداره په افغانستان کې زموږ د مرستو د ضایع کېدو له لویو عواملو دي. "