ایراني چارواکو یوه ایراني الاصله کاناډایۍ میرمن نیولې

ایراني چارواکو یوه ایراني الاصله کاناډایۍ میرمن په ناڅرګند تور نیولې ده. ۶۵ کلنه هما هودفر د بشرپېژندنې پروفیسره ده.

د میرمن هودفر کورنۍ نن په یوه بیان کې وویل، هغه د تهران ایوین زندان ته بیول شوې خو دوی ته نه دي ویل شوي چې نوموړې يې د جاسوسۍ په تور نیولې که د نظام ضد فعالیت یا تبلیغ په خاطر.

د راپورونو له مخې هماهودفر چې د مونتریال د کنکوردیا پوهنتون Concordia University استاده ده د استخباراتي مامورینو له درې میاشتو تحقیقاتو او پوښتنو ګرویږنو وروسته د روانې اونۍ په پیل کې نیول شوې ده.

نوموړې په تېره مارچ میاشت کې له ایرانه ممنوع الخروج اعلان شوې وه.

د مېرمن هودفر کورنۍ ویلي چې دوی ته له هغې سره د لیدنې اجازه ورکړل شوې ده.