د انتخاباتو لپاره د ښځینه پولیسو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه وشوه

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکه وايي چې د کورنیو چارو وزارت باید د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د ښځینه پولیسو شمېر زیات کړي.

د دې شبکې غړېو نن په یوه غونډه کې وویل چې دا کار به نه یوازې د درغلیو په مخنیوي کې مثبت تمام شي بلکې په انتخاباتو باندې به د خلکو باور لا نور هم زیات کړي.

د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکې په داسې حال کې دا غوښتنه مطرح کړه چې اوس وخت ۳۰۰۰ ښځینه پولیسې د خلکو د امنیت د ټينګښت لپاره دندې ترسره کوي.